دحماس نه بغير دفلسطين مسئله نۀ شي حل کيدے، مولانا فضل الرحمان
د جمعيت علماء اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې تر هغې پورې چې فلسطينيان خپله فيصله و نه کړي، نو په زوره پرې فيصله نه شي تپل کېدے، او د حماس نه بغير د فلسطين مسئله حل کېدل ناممکن دي، ځکه حماس اصلي فريق دے. مولانا فضل الرحمان چې د جمعيت علماء اسلام مشر دے، پۀ لاهور کښې ئې يو پريس کانفرنس کښې وئيلي دي چې دا وخت د ټولې نړۍ تر ټولو مهمه موضوع د فلسطين مسئله ده. د فلسطين په اړه د پاکستان باني (قائداعظم) ويلي و چې د اسرائيل وجود د عرب نړۍ په ملا کښې يو خنجر دے.
هغه وويل چې اسرائيل يو غاصب (ناجائز) رياست دے ، مونږ به هيڅکله هم دا رياست تسليم نه کړو. نن ورځ د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ غواړي چې د نړۍ د ټولو مسئلو مالک شي، او د زور له لارې خپلې خبرې منل غواړي، دا طريقه نه اخلاقي ده او نه سياسي.
مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې تر څو پورې چې د فلسطين په مسئله خپله فلسطينيان پرېکړه و نه کړي، نو زبردستي پرېکړې نشي تپل کېدے. د دوه رياستونو حل خبرې روانې دي، خو اسرائيل فلسطين نه مني او فلسطينيان هم اسرائيل نه مني.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0