اورکزئي، دسيلګرو ګاډے کندې ته پريوتو،درې مړۀ

په اورکزو کښې دسيلګرو ګاډے کندې ته پريوتے دے چې له امله ئې درې کسان مړۀ شويدي، په مړو شوو کښې يوه ماشومه اؤ دوه زنانه شامل دي,
ډرائيور په غر دپاسه ګاډے ودرولے ؤ کوم چې پخپله روان شوے اؤ ژورې کندې ته پريوتے دے. پېښه کښې درې کسان ژوبل شوي هم دي
.دسرچينو وينا ده چې يو سوزوکي وين ژورې کندې ته پريوتے دے چې پکښې شپږ کسان ژوبل شوي کوم چې هسپتال ته منتقل کړے شوي وو، په ژوبل شوو کښې وروسته يوې ماشومې اؤ دوه زنانه ؤ ساه ورکړې ده.
داورکزو دډي سي عرفان الدين وينا ده چې ګاډے دکوهاټ نه کوزې اورکزئي ته داختر دخوشحاليو لمانځلو لپاره روان ؤ.
What's Your Reaction?






