پاکستانمهم خبرونه

قام په تيرو کلونو کې ديوې ډلې دنااهلۍ په وجه دمشکلاتو سره مخ شوى،شهبازشريف

  وزيراعظم شهبازشريف په هيواد کې دګرانۍ په کچه کې په کمي دشکر اظهار کړى او ويلي يې دي چې قام په تيرو کلونو کې ديوې ډلې دنااهلۍ په وجه دمشکلاتو سره مخ شوى دى.

 دوزيراعظم هاوس نه جاري شوي بيان کې ويل شويدي چې وزيراعظم شهبازشريف دګرانۍ دکچې د44و مياشتو ترټولو کمې سطحې ته په راتللو دشکر اظهار کړى او په ستمبر کې يې  دګرانۍ کچې 6٫9 فيصده ته په راوستلو دمعاشي ټيم ستاينه کړې ده

 وزيراعظم ويلي اګست 2024م کې په 34و مياشتو کې په لومړي ځل په پاکستان کې دګرانۍ کچه 9٫6 فيصده ته راغلې او بيا په ستمبر کې په تيرو 44و مياشتو کې ترټولو کمه شرحه 6٫9 فيصده ريکارډ کړل شوې ده.

 وزيراعظم ويلي دالله پاک په فضل وکرم سره ولس سره دشوې عهد په پاسدارۍ کې کاميابي ترلاسه کيدل پيل شويدي، دکراچۍ شرحې 6٫9 فيصده کيدو سره به عام تن ته ريليف ترلاسه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button