دتيرو دوه اوونيو دتباه کوونکې فضايي بمبارۍ وروسته تيره شپه اسرايلي پوځ لبنان ته داخل شوى او په لويه پيمانه ځمکنۍ حملې پيل کړيدي
اسرايلي پوځ ويلي دګل دشپې راهسې يې دلبنان پر ضد حملې شروع کړيدي چې پکې د28م ايليټ ډويژن نه کمانډوز او پيرالمټري پوځ شامل دى کوم چې دوه اونۍ وړاندې دغزه نه شمالي محاذ څخه تعينات کړل شوى دى.
اسرايلو دعوه کړې ده چې دحزب الله دځالو په نخښه کولو لاپره يې محدودې ځمکنۍ حملې شروع کړيدي او اسرايلي پوځيانو ته د هوايي ځواکونو مرسته هم ترلاسه ده
په لبنان کې دصحت وزارت ويلي جنوبي علاقې مشرقي بيکا وادۍ او بيروت کې دتير يو شواروز پر مهال داسرايلو ظالمانه حملو کې لږ ترلږه 95 کسان شهيد او 172 نور ژوبل شويدي.