مهم خبرونهنړۍ

دايران په اسرايلو دلسګونو بيلسټک ميزايلونو حمله

اسراييلي ميډيا دعوه کړې ده چې ايران په اسراييلو د400و نه زيات بيلسټک ميزايلونه داغلي  چې له امله يې يوه وداني دحملې په زد کې راغلې او دتل ابيب سره نزدې په جافا کې په ډزو اته کسان وژل شويدي دکوم وروسته چې دتل ابيب پشمول نورو علاقو کې جنګي سايرنې غږول شويدي

 په عين حال کې پخپله ايران هم په اسراييلو دميزايلو داغلو تصديق کړى دى.

دبي بي سي اردو څانګې ترمخه ايران تصديق کړى دى چې دايران فوج په اسراييلو بيلسټک ميزايلونه داغلي دي، دايران سرکاري خبري ادارې ارنا  له لوري دا تصديق شوى دىز بل اړخ ته په يروشلم کې ددوه چاؤدنو غږونه هم اوريدل شويدي  چې په ممکنه توګه  دميزايلي حملو مخنيوي  په دوران پيدا شوي غږونه کيدى شي.

اسراييلي فوج خپلو وګړو ته خبردارى ورکړى دى چې هغوي دې دسايرن غږ اوريدو سره سم په فوري توګه محفوظ مقام ته لاړ شي.

اسراييلي فوج په يو بيان کې پخلى کړى دى چې ايران داسراييلو په لوري ميزايل داغلي دي.

اسراييلي فوج خپلو وګړو ته دکورونو نه بهر دنه راوتلو هدايات کړيدي اؤ وييلي يې دي چې  اولسي وګړي دې محتاط اوسي.

 دبي بي سي ترمخه په تل ابيب کې دډزو يوه پېښه شوې ده. په تل ابيب کې پوليس ترجمان وييلي دډزو په دې پېښه کې ګڼ کسان ژوبل شويدي.

 دبي بي سي انګريزۍ څانګې ترمخه دايران سرکاري ټي وي دپاسداران انقلاب لخوا په يو بيان کې  پخلى کړى دى چې په لسګونو ميزايلونه داسراييلو په لوري داغل شويدي او ددې ترڅنګ يې دهمکي ورکړې ده چې که چرې اسراييل جوابي کارروايي وکړي نو بله حمله به پرې هم وکړي.

 دايران طاقتور فوځ  دغه حمله  دجولايي په مياشت کې  دحماس دسياسي مشر  اسماعيل هنيه اؤ  دجمعې په ورځ  دحزب الله دمشر  حسن نصرالله اؤ دلبناني اؤ فلسطيني اولس   دشهادتونو انتقام ګرځولى دى

 پاسداران انقلاب وييلي دي چې ددوي هوايي ځواک اهمې اډې په نخښه کړيدي اؤ تفصيلات به يې وروسته شريک کړي.

په عين حال کې  دامريکې صدر جوباييډن په اسرييل دايران دحملو وروسته دقامي سلامتۍ ټيم غونډه رابللې ده. داسراييلو جنګي کابينې هنګامي اجلاس هم راغوښتل شوى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button