دپنجاب حکومت فيصل اباد او بهاولپور کې دوه ورځو او ميانوالي کې اوو ورځو لپاره دفعه 144 نافذ کړې ده او هرقسمه سياسي اجتماعاتو، دهرنو، جلسو، مظاهرو ، احتجاجونو او دغه شان سرګرميو باندې يې بنديز لګولى دى.
دداخله محکمې پنجاب له لوري جاري شوو بيلا بيلو بيانونو ترمخه دامن وامان قيام، انساني ژوند او املاک دتحفظ لپاره دفعه 144 نافذ کړل شوې ده، دپابندۍ اطلاق ميانوالي، فيصل اباد او بهاولپور کې دترهه ګرۍ دخطرو په نظر کې نيولو سره شويدى
همدغه شان بيانونو کې ويل شوي دامنيتي خطرو په نظر کې نيولو سره به هره عوامي اجتماعي دترهه ګرو لپاره اسان هدف کيداى شي
فيصل اباد او بهاولپور لپاره جاري شوي بيان کې ويل شويدي چې دوه ورځو پورې هرقسمه سياسي اسمبليو، اجتماعاتو، دهرنو، جلسو، مظاهرو، احتجاجونو او دغه شان سرګرميو باندې پابندي ده، ميانوالي کې اوو ورځو لاپره بنديز لګول شويدى.
دداخله محکمې بيان ترمخه ميانوالي کې به دپابندۍ اطلاق دنهې دورځې لومړي اکتوبر نه 7اکتوبر پورې وي.
دتحريک انصاف دباني عمران خان داعلان ترمخه پي ټي ايي به په دوهم اکتوبر ميانوالي، فيصل اباد او بهاولپور کې احتجاج کوي.