پاکستان تحريک انصاف دعدليې ازادۍ لپاره په ملکي کچه د احتجاج تازه غږ کړى دى او په اسلام اباد کې په عوامي اجتماعاتو دپابندۍ باوجود ډي چوک کې هم دغه ګوند دمظاهرې کولو اعلان کړى دى
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې دپي ټي ايي باني عمران خان پسې منسوب اعلان له مخې په څلورم اکتوبر به داسلام اباد ډي چوک کې احتجاجي مظآهره کولى شي
دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي له لوري وفاقي حکومت او نورو ادارو ته دپي ټي ايي دکارمندانو خلاف دکارروايۍ نه ودرولو صورت کې دسنګينو نتيجو ددهمکۍ ورکولو نه يوه ورځ پس پارټۍ ددې پلان اعلان کړى دى.
علي امين ګنډاپور ويلي دپخواني وزيراعظم له لوري اعلان شوي هر مقام باندې احتجاج کولو لپاره تيار دي.
دعمران خان داعلان له مخې به سبا ميانوالي، فيصل اباد او بهاولپور کې احتجاج کولى شي، همدغه شان مظاهره به په پينځم اکتوبر په مينار پاکستان لاهور کې هم کيږي.
تحريک انصاف په وفاقي دارالحکومت کې په عوامي اجتماعاتو او جلسو دمکمل پابندۍ په اړه ديو نوي قانون دمنظوريدو باوجود هم په اسلام اباد کې داحتجاج کولو غږ کړى دى.
دامن عامه ايکټ 2024م لاندې کوم ګوند چې احتجاج کول غواړي هغوي دې يو ايونټ کوارډي نيټر وټاکي چې دټاکلې نيټې نه اووه ورځې وړاندې داجتماع ترسره کولو اجازې لپاره بايد ضلع مجسټريټ ته خط وليکي