په اسلام اباد کې پريس کانفرنس ته په وينا کې ده وويل روانه اونۍ به دغزه سره ديو والي اظهار په توګه لمانځلى شي چې پکې به مين مختلفو پارټيو او دژوند مختلفو طبقو خلکو سره رابطه کولى شي
ده وويل سبا به چترال او په څلورم اکتوبر به په فيصل اباد کې ملين مارچ کيږي، دجماعت اسلامي امير ټولو زده کوونکو او اديبانو ته هم درخواست کړى چې په دې موقعه ديو والي اظهار وکړي او په 7م اکتوبر دې ټول پاکستان فلسطينيانو سره ديو والي اظهار لپاره ودريږي ترڅو نړۍ ته دا پيغام لاړ شي چې مونږ لا ژوند يو اومونږ هم دانسانيت کوم درد لرو
ده وويل په 7مه نېټه به په اسلام اباد کې غزه ملين مارچ کيږي، ټولو سياسي ګوندونو ته به په مارچ کې دشرکت دعوت ورکوو،په 7م اکتوبر به 12 بجې له کورونو راوځو او غزه سره به ديو والي اظهار کوو، سفارتکارانو سره به هم ددې مارچ په حواله خبرې کوو.