دقطري خبري رسنۍ له مخې دمقامي چارواکو وينا ده چې اسرايلي پوځ په غزه کې يو شمير هوايي بريدونه ترسره کړيدي چې پکې 21 کسان شهيدان شويدي
دغه بريدونه دشورو په ورځ په داسې حال شوي چې په فلسطين کې په جګړه کې شدت راغلى او تازه بريدونه په مقبوضه لويديزه غاړه کې شويدي، په فلسطيني سيمو کې تشدد کې اضافه په داسې حال کې شوې ده چې دنړۍ پام په لبنان کې داسرايلو پوځي عملياتو ته اوړيدلى دى.
وفا خبري ادارې خبر ورکړى دى چې په مرکزي غزه کې په نصيرت مهاجرينو کيمپ کې تيره شپه په دوو کورونو شوې يوه حمله کې دښځو او ماشومانو پشمول 13 کسان وژل شويدي چې پخلى يې شويدى، په دغه بريد کې نور په لسګونو کسان ژوبل شوي هم دي.
داسرايلو پوځ ددغه بريد په اړه په فوري توګه کومه تبصره ه ده کړې خو په يو بيان کې ويلي دي چې په هاغه ودانۍ په يوه فضايي حمله کې دحماس جنګيالي په نخښه کړل شوي چې له دې وړاندې يې په غزه ښار کې ديو سکول په توګه خدمات ترسره کول، دغه ځاى دحماس دجنګياليو په توګه فعاليت کولو.
اسرايلي پوځ پخپل بيان کې په حماس تور پورې کړى ىد چې ولسي ابادي او تنصيبات دعسکري مقصدونو لپاره استعمالوي، حماس دغه شان تورونه ردوي.