دبولي ووډ نامتو اداکار او سياستدان ګووندا د خپل ريوالور نه په حادثي توګه دراوتلې ګولۍ په سبب ژوبل شوى دى، هغه په فوري توګه نزدې هسپتال ته منتقل کړل شويدى چې حالت يې دخطرې نه بهر دى.
دهندي ميډيا راپورونو ترمخه دممبۍ پوليس سينير اهلکار ويلي دهند نامتو اداکار او سياستدانان ګووندا په ژوبل حالت کې دممبۍ يو هسپتال ته وړل شوى دى
انډين نيوز ايجنسۍ( اى اين ايي) سره خبرو ګې دګووندا منيجر ششي سنها وويل اداکار ديو پروګرام په لړ کې کلکې ته دتللو تياري کوله، چونکې هغه خپله لايسنس يافته وسله دځان سره ږدي ، په بيګ کې داېښودو نه وړاندې تمانچه دصفايۍ په دوران دهغه نه په حادثې توګه چليدلې چې ورسره دهغه پښه ژوبل شوې ده.