پاکستانمهم خبرونه
په کوهاټ کې د پوليو ويروس ښکار شوې ماشومې ژوند د تل لپاره په معلوليت بدل شوی
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د معلوماتو له مخې د ثانيه په نوم دغه لس میاشتنۍ ماشومې ته د ناروغيو څخه د بچ کېدو لومړني واکسين هم نه ول تطبیق شوي او يوازې ورته د پوليو کمپاين پر مهال واکسين ورکړل شوي دي.
د دغې پېښې په تړاو د پوليو مخنيوي چارواکو لخوا په سيمه کې څېړنې روانې دي.
په کوهاټ کې د پوليو مخنيوي پروګرام چارواکو په بيا – بيا له ولسه غوښتي، چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسينو سربېره د ويروسي ناروغيو ضد واکسين هم په بشپړ توګه تطبيق کړي.
د سرچينو له مخې په کوهاټ لا هم د هغو ماشومانو کچه لوړه ده چې والدين يې نه غواړي واکسين کړي.
د پوليو مخنيوي چارواکي په دغه خبره ټينګار کوي، چې د مثبتې پېښې راتللو لامل په سيمه کې په بشپړ توګه واکسين نه کېدل او يا هغه ماشومان چې والدين يې واکسینولو څخه انکار کوي په سيمه کې د پوليو ويروس خپرېدو لامل ګرځېږي.