مهم خبرونهنړۍ

داسرايلي پوځ په شام فضايي حمله، دزنانه صحافي پشمول درې وګړي شهيد،19 ژوبل

اسرايلي پوځ  دغزه ، يمن او لبنان  ترڅنګ  په شام هم حملې شروع کړيدي چې له امله يې ديوې زنانه صحافي پشمول درې وګړي شهيد او 19 نور ژوبل شويدي

 دنړيوالې ميډيا راپورونو له مخې دشام دارالحکومت دمشق باندې  داسرايلو له حملو وروسته اور لګيدلى  چې ناڅاپي يې ګڼ ګاډي پخپله غيږه کې اخستي دي

 دشام دوه پوځي سرچينو نړيوالې خبري ادارې رايټرز ته ويلي اسرايلو  په جنوبي شام کې په درې طياره شکن ريډار سټيشنو حمله کړې ده

 دراپور له مخې اسرايلو په جنوبي شام کې لږ ترلږه  درې طياره شکن ريډار اسټيشنې په نخښه کړيدي چې پکې هاغه ريډار هم شامل و چې په پوځي هوايي اډه کې نصب و

 دميډيا راپورونو له مخې داسريالو په حملو کې دشام دسرکاري خبري ادارې صنعا زنانه  صحافي هم وژل شوې ده او ددې ترڅنګ دوه نور وګړي هم پحق رسيدلي دي

 داسرايلو  دحملو په سبب  19 وګړي ژوبل شوي چې  ورته طبي مرسته ورکولى شي.

  دتيرو دوه اوونيو دتباه کوونکې فضايي  بمبارۍ وروسته تيره شپه اسرايلي پوځ لبنان ته داخل شوى او په لويه پيمانه  ځمکنۍ حملې پيل کړيدي

 اسرايلي پوځ ويلي دګل دشپې راهسې يې  دلبنان پر ضد حملې شروع کړيدي چې پکې د28م ايليټ ډويژن نه کمانډوز او پيرالمټري پوځ شامل دى کوم چې دوه اونۍ وړاندې  دغزه نه شمالي محاذ څخه تعينات کړل شوى دى.

 اسرايلو دعوه کړې ده چې  دحزب الله  دځالو په نخښه کولو لاپره يې  محدودې ځمکنۍ  حملې شروع کړيدي او اسرايلي پوځيانو ته د هوايي ځواکونو مرسته هم ترلاسه ده

 په لبنان کې دصحت وزارت ويلي جنوبي  علاقې مشرقي بيکا وادۍ او بيروت کې  دتير يو شواروز پر مهال داسرايلو ظالمانه حملو کې لږ ترلږه 95 کسان شهيد او 172 نور ژوبل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button