پېښور: دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمې باجوړ کې دپوليسو په ګاډي بمي چاودنه کې پينځه پوليس اهلکار ژوبل شويدي.
دباجوړ علاقې لويې سم کې دپوليسو په موبايل دريموټ کنټرول بم چاودنه شوې ده چې له امله يې پينځه پوليس اهلکار ژوبل شويدي، ژوبل شوي اهلکار دخار هسپتال ته رسول شويدي.
سرچينې ويلي ريموټ کنټرول بم په يوه ونه کې نصب کړل شوى و، په بهايي چينه کې شوې ريموټ کنټرول بم چاودنه کې دايس ايچ او پشمول يو شمير اهلکار محفوظ پاتې شويدي، دډي ايس پي عبدالعزيز وينا ده ايس ايچ او شاه پور خان پخپل ګاډي کې دمعمول مطابق ګشت کولو چې دغه چاودنه ترسره شوه.
دچاودنې وروسته پوليسو سيمه پخپله ولکه کې اخستې او دلټونې عمليات يې پيل کړيدي.