اسلام اباد: په ملګرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازي منير اکرم ويلي دافغان طالبانو تيروتنې پخپل ځاى خو دافغانستان داخلي او خارجي مسايل په مشترکه حکمت عملۍ او متفقه اقداماتو سره حل کيداى شي.
دجنرل اسمبلۍ دغونډې پر مهال امريکا غږ سره په يوه مرکه کې هغه وويل دافغان حکومت دتيروتنو سزا دافغانستان ولس ته ترلاسه کيدل نه دي پکار.
ده وويل دطالبانو دحکومت سره چې چرته مونږ ته دايکشن اخستو ضرورت دى، مونږ يې دخپلې سلامتۍ لپاره اخلو او چرته چې دسفارتکارۍ ضرورت دى هلته مونږ سفارتي عمل دوامداره ساتلى دى.
په جنرل اسمبلۍ کې دپاکستان دترجيحاتو په اړه هغه وويل زمونږ لومړۍ ترجيح معاشي او سماجي ترقي، کشمير، فلسطين او دافغانستان صورتحال دى.