دخارجه دفتر دافغان قونصل جنرل لخوا دپاکستان دقامي ترانې دسپکاوي غندنه، افغان ناظم الامور طلب
خارجه دفتر په پېښور کې ديوې دستورې پر مهال دافغانستان دقايمقام قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر له لوري دقامي ترانې په سپکاوي دسخت ردعمل څرګندونه کړې او افغان ناظم الامور يې خارجه دفتر ته طلب کړى دى.
دخارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ له لوري په پېښور کې ديوې دستورې پر مهال دافغانستان قايمقام قونصل جنرل له لوري دپاکستانې قامي ترانې بې حرمتۍ په اړه دميډيا سوالونو په جواب کيل وويل د کوربۀ هيواد دقامي ترانې بې حرمتي دسفارتي ادابو خلاف ده.
دې وويل دافغانقتان دقايمقام قونصل جنرل دا اقدام دغندنې وړ دى، مونږ په دې معامله خپل سخت احتجاج په اسلام اباد او کابل کې افغان چارواکو ته رسوو.
بل اړخ ته خارجه دفتر دافغان قونصل جنرل لهر يو دقامې ترانې په درناوي کې په نه ودريدو افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتى چرته چې به هغه ته سخت احتجاج کولى شي او مراسله به ورته هم سپارلى شي.