افغان قونصل جنرل دموسيقۍ په سبب دپاکستان دقامي ترانې پر مهال نه دى ودريدلى، افغان قونصل خانه
پېښور( وحدت خبر) په پېښور کې دافغان قونصل خانې له لوري دافغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر له لوري دپاکستان قامي ترانې ته ددرناوي نه لرلو تورونه رد کړيدي.
وحدت ورځپاڼې سره په خبرو کې په پېښور کې دافغان قونصل خانې سرچينو ويلي چې افغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر دپاکستان قومي ترانې او قومي بيرغ ته بشپړ درناوى لري او په پاکستاني ميډيا چې دپېښور په رحمت اللعالمين نومې کانفرنس کې دپاکستان دقامي ترانې پر مهال دافغان قونصل جنرل محب الله شاکر په اړه کومه ويډيو په سوشل ميډيا او قامي ميډيا خپره شوې هغه ديوې غلط فهمۍ نتيجه ده.
دپېښور افغان قونصليټ سرچينو وحدت ورځپاڼې ته وويل دافغان قونصل جنرل مقصد هيڅکله دپاکستاني ترانې بې حرمتي او يا سپکاوى نه و،دغو سرچينو ويلي چې په ترانه کې چونکې موسيقي وه نو په دې سبب افغان قونصل جنرل په دغه موقعه ونه دريدو.
دافغان قونصل خانې سرچينو وويل چې مونږ پخپلې قامي ترانې هم دموسيقۍ په سبب بنديز لګولى دى.
دغو سرچينو وويل چې که چرې دپاکستان ترانه بغير له موسيقۍ چليدلى وى او يا ماشومانو وړاندې کړاى وى نو افغان قونصل جنرل به لازمي ودريدو او په سينه به يې لاس هم اېښودى واى.
دغو سرچينو وويل چې دپاکستان يا دپاکستان دقامي ترانې دتوهين سوال هم نه پيدا کيږي.
سرچينو وحدت ورځپاڼې ته وويل پاکستان او افغانستان پخپل مينځ کې وروڼه، اسلامي او ګاونډي هيوادونه دي او افغان قونصل جنرل تل هڅه کړې چې ددواړو هيوادونو ترمينځ درورورولۍ دغه اړيکې نورې هم پراخه او پاکستان او افغانستان دواړه يو بل ته نزدې شي.
سرچينو وويل بايد دپاکستان او افغانستان ترمينځ دفاصلو او غلط فهمو پيدا کولو ددغه شان هڅو مخنيواى وشي او ددواړو هيوادونو ترمينځ دمثبتو اړيکو دپراختيا لپاره کار وکړل شي.