طالبانو په افغانستان کې دپوليو مهم ځنډولى،ملګري ملتونه: دطالبانو انکار
دايسوسي ايټډ پريس خبري ادارې دراپور له مخې ملګرو ملتونو دګل په ورځ طالبانو په افغانستان کې دپوليو ويکسي نيشن مهم ځنډولى دى،دا په افغانستان کې دپوليو دخاتمې لپاره يوړنګوونکى زيان دى ځکه دغه وايرس په نړيواله کچه په هاغه وايرسونو کې شامل دى کوم چې په ډيرې تُندۍ سره خوريږي او په کومو ځايونو کې چې دا وايرس خوريږي، هلته د هاغو ماشومانو ډلې چې ويکسين ورته نه وي ورکړل شوي، دکلونو پرمختګ پشا راګرځولى شي.
طالبانو ددې خبرې منلو نه انکار کړى چې ګنې دپوليو مهم يې ځنډولى دى.
افغانستان او پاکستان دنړۍ هاغه وروستي دوه هيوادونه دي چرته چې دپوليو وايرس تر دې دمه په مکمله توګه له مينځه نه دى وړل شوى، ممکنه ده چې دطالبانو دا فيصله به دسيمې هيوادونو او ورپه اخوا سختې بدې اغيزې ولري.
دځنډ دغه خبر دملګرو ملتونو ايجنسو ته دستمبر دمياشتې دويکسينو دمهم شروع کيدو نه وړاندې ورکړل شوى و، دځنډ هيڅ سبب نه دى ښودل شوى.
بلخوا دامريکا غږ پښتو څانګې دخبر ترمخه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «ځینې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې په افغانستان کې د پولیو واکسین منع شوی، او یا هم بند شوی دی ، ستاسې د معلوماتو لپاره باید ووایو چې په دې اړوند تر اوسه د واکسین د تطبیق د منع یا بندیدو اړوند رسمي څه نشته او نه هم د بندیز کومه ستونزه وجود لري.»