افغانستانپاکستانمهم خبرونه

له پاکستانه دافغان کډوالو دراستنيدو لړۍ کمه شوې ده،يو اين ايچ سي ار

جلال اباد(سباوون ساحل) د ننګرهار ولايت د کډوالو او رستنيدونکو چارو رياست او ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (  يو این ایچ سی ار )  مسولين وايي له پاکستان د راستنيدونکو کډوالو شميرد تېر کال په پرتله کم شوى. دوي همدراز راستنيدونکو کډوالو ته د ګڼو اسنتياوو د رامنځته کيدو ترڅنګ له ګډوالو سره د نغدي مرستو د کيدو خبره هم کوي. راستانه شوې کډوال بيا له لومړنيو مرستو خوښي ښايي او له حکومت او مرستنيدويو د سرپناوو غوښتنه کوي.

 په تېرو لسو مياشتو کې له پاکستانه دتورخم له لارې اسنادلرونکي او بې اسناد له پنځه زرو زياتي کورنۍ راستنې شوې دي. مسولين  دپخوا په پرتله د رستنيدونکو کورنيو د شمير د کموالي خبره کوي .دوي وايي  په صفري نقطه کې کډوالو ته ګڼې اسنتياوي رامنځته کړي او د دوي په ګډون ګڼ شمير نورې مرستندويه ادارې هم  ورته بيلابيل ډوله لومړني خدمات وړاندي کوي. د دوي پروينا اوسمهال د ورځي تر پنځوسو کورنۍ راستنيږي ، چې پنځوس سلنه يې پکې قانوني اسنادو لرونکي دي.

 په تورخم کې د کډوالو چارو رياست استازي. بخت جمال ګوهر وايي يو اين ايچ سي ار افغان کډوالو ته 375 ډالر، کرايه او نورې اسانتياوې ورکوي او ددې ترڅنګ  دطالبانو حکومت هم  هغوي ته دکورنۍ پسر لس زره روپۍ ورکوي.

قانوني اسناد لرونکو ته بيا د يواين ايچ سي ار  مرستندويه اداره په تورخم کې بيلابيل لومړني خدمات وړاندي کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ  ادارې مسولين د تير کال په پرتله د راستنيدونکو کډوالو د کموالي خبره کوي. دوي وايي چې بشري او نورې مرستې ورسره بيا د دوي اداره په ثمرخيلو مرکز او مينو ته له رسيدو وروسته ترسره کوي.

 قانوني اسناد لرونکي راستانه شوي په صفري نقطه کې د قانوني پروسې له بشپړيدو وروسته له تورخم د ثمرخيلو سيمه کې د نغدي مرستې په پار د يونيسار مرکز ته راځي او دلته نغدي مرسته ترلاسه کوي.

 د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې پنځلس سوه شپږ او په ۲۰۲۴ کال کې بيا اوه سوه نهه شپيته قانوني اسناد لرونکي کورنۍ هيواد ته راستنې شوې چې د دوي له لورې د کورنۍ هر يوه غړي سره نغدي مرستې هم شوي دي.

 د دوي په وينا د ۲۰۲۳ د يولسمي مياشتې بيا د ۲۰۲۴ کال تر نهمي مياشتې ټوټال پنځه زره پنځه اويا کورنۍ هيواد ته راستنې شوي دي.

راستانه شوې کډوال بيا پاکستان کې د افغان کډوالوسره د بد وضعيت کېسې کوي او د يونيسار او حکومت د لومړنيو مرستو او خدماتو مننه کوي. راستانه شوي همدراز د حکومت او مرستندويه ادارې غواړي چې سرپناوو د برابريدو په برخه کې دې هم ورسره لازمې مرستې وکړي.

د قانوني اسنادو لرونکو وراخوا له پاکستان په جبري ډول له راستانه شو بې اسنادو کډوالو سره هم يو شمير مرستندويه ادارو او حکومت له لورې نغدي او اړيني مرستې ترسره کيږي او د حکومتي ادارو د مسولينو پروينا له تورخم تر خپلو مينو د ستنيدو کرايه هم ورکول کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button