افغانستان کې داعش 14 شيعه ګان وژلي،راپور
په مرکزي افغانستان کې وسله والو دزيارت په ورځ د ملکي وګړو يوه ډله وژلې، ددغه بريد ذمه واري ددولت اسلاميه مقامي څانګې منلې ده.
ددولت اسلاميه عماق څانګې په يو بيان کې ويلي په مرکزي افغانستان کې دخلافت دعسکرو لخوا په شوې يوه حمله کې پينځلس شيعه ګان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شويدي.
په افغانستان کې په کال 2021م کې دطالبانو دبيا واکمنيدو وروسته په حملو کې تر ډيره حده کمى راغلى خو ددولت اسلاميه خراسان ډلې پشمول پکې مختلفې وسلې والې ډلې فعاله دي.
دداخله وزارت ترجمان عبدالمتين قانع اى ايف پي ته ويلي دي چې نامعلومو وسله والو ډزې کړي او ملکي وړي ېې وژلي، هغه ويلي چې په دايکندي کې ترسره شوي ددغه بريد نور جزئيات به وروسته شريک کړل شي.
په ياده سيمه کې يوې سرچينې، چې نوم يې دامنيتي وجوهاتو له امله نه شي څرګنديدى، اى ايف پي ته ويلي چې څوارلس کسان وژل شوي او لږ ترلږه څلور ژوبل دي.
دغه سرچينې ويلي چې دملکي وګړو دغه ډله دعراق دکربلا علاقې نه راستنيدونکو زايرينو ته دهرکلي ويلو لپاره راټوله شوې وه.