دحزب الله په اسرايلو د200 ډرون او راکټونو دلارې دبريد دعوه
په غزه کې خواوشا دنهو مياشتو راهسې روانې جګړې پر مهال په تاوتريخوالي کې داضافې په دوران دلبنان تنظيم حزب الله دزيارت په ورځ داسرايلو په پوځي مرکزونو له 200و څخه زياتو ډرون او راکټونو داغلو دعوه کړې ده.
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي له مخې حزب الله ويلي ددوي تازه بريد داسرايل له لوري په جنوبي لبنان کې دتنظيم ديو سينير کمانډر دوژلو په جواب کې شويدى، تيره ورځ هم حزب الله په اسرايلو له سلو دزياتو راکټونو داغلو دعوه کړې وه.
دحزب الله ددغه بريد وروسته اسرايلو پخپل شمال سرحدي سيمه کې دکوم نقصان په اړه بيان نه دى جاري کړى چرته چې له زياترو سيمو انخلا شوې، خو داسرايلو چاروناکو په فوري توګه ويلي دوي په جوابي کارروايۍ کې په جنوبي لبنان کې اهداف په نخښه کړيدي.
داسرايلو او حزب الله ترمينځ تيرکال داووم اکتوبر راهسې په غزه کې داسرايلو دعملياتو راپديخوا تقريباً دروزانه په اساس په سرحدي سيمه کې دډزو تبادله کيږي چې ورسره اندېښنه پيدا شوې چې دغه جګړه به نورو سيمو ته هم خوره شي.