پاکستانمهم خبرونه

دوزيراعلي علي امين دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري

 اسلام اباد:

 داسلام اباد دترهه ګرۍ دمخنيوي  عدالت دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي علي امين ګنډا پور   دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري  کړيدى.

 دعدالت جج طاهر عباس سپرا دپي ټي ايي باني او نورو په ضد په سنګجاني تاڼه او ايي 9 تاڼه کې ددرج مقدمو اوريدنه کړې ده

 علي نواز اعوان، واثق  قيوم، عامر کياني او نور عدالت ته وړاندې شويدي او دخېبرپښتونخوا وزيراعلي  علي امين ګنډا پور، عامر مغل دحاضرۍ نه داستثنا خواستونه داير کړيدي

 عدالت  څرګنده کړې ده چې  د اپريل  کال 2024م نه پس  ترسره شوو اوريدنو کې  علي امين پيش شوى نه دى، دټولو غيرحاضرو ملزمانو  دګرفتارۍ وارنټ به جاري کوو، تماشه جوړه شوې ده، يو راځي او دوه نه وي، دټولو غيرحاضرو ملزمانو بغير له ضمانته دګرفتارۍ وارنټ جاري کوو.

 جج وويل  کوم ملزم چې په اتم تاريخ رانه شي، هغوي  به اشتهاري ګرځووم، دعدالتي مفرور اشتهاري ګرځولو لپاره ديرش ورځې ضروري  نه دي، زه به دا کيسونه انجام ته رسووم، هم ستاسو به په دې کې فايده وي، داتمې جولايي نه پس به انشاء الله دکيسونو اوريدنه دروزانه په اساس کيږي.

 عدالت په عدم پيشۍ دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي علي امين ګنډا پور دحاضرۍ نه داستثنا خواست مسترد کړى او دهغه  دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړيدى.

عدالت دپي ټي ايي دباني دويډيو لنک پېشۍ  په حواله د اډياله جيل سپرنټډنټ  نه تحريري ځواب غوښتى او ددواړو مقدمو اوريدنه يې اتمې جولايي پورې ځنډولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button