پاکستانخېبرپښتونخوامهم خبرونه

نوښار کې دبجلۍ خلاف لوډشيډنګ:دجي ټي روډ تړلو په سبب مريض ساه ورکړې

نوښار:  دخېبرپښتونخوا په نوښار سيمه کې دبجلۍ لوډشيډنګ په ضد دروان احتجاج په مهال دټريفک په رش کې نښتي مريض ساه ورکړې ده، پوليسو  مظاهره چيان په ډنډو وهلي، درشکۍ سيمه دجګړې ميدان جوړ شويدى.

 دنوښار رشکۍ سيمه کې  داوږد او مبېنه غيراعلانيه شويډنګ په سبب  دڅو ګينټو راهسې احتجاج روان و، درشکۍ ايس ايچ او له مخې  ضلعي انتظاميې دمظاهره چيانو سره مذاکرات کړي خو هغوي دروډ پرانستلو نه انکار کړيدى.

داحتجاج پر مهال دمظاهره چيانو له لوري  کاڼي ورول شوي او هوايي ډزې هم شوي، پوليسو دمظاهره چيانو خورولو لپاره  هغوي په ډنډو وهلي او داوښکو  بهيونکي ګيس استعمال يې هم کړيدى.

 دايس ايچ او وينا ده چې داحتجاج پر مهال له يو ځوان څخه تمانچه ترلاسه کړل شوې ده، دشپږو ګينټو داحتجاج  په سبب جي ټي روډ او موټروى بلاک شوې ، مسافر او مريضان دسختو ستونزو سره مخ شويدي، داحتجاج پر مهال يو مريض  دسړک بنديدو په سبب ساه ورکړې ده.

 دنوښار ډي پي او اظهر خان وينا ده چې د قانون په لاسو کې اخستونکو په ضد به مقدمه درج کولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button