لوبېمهم خبرونهنړۍ
دويرات کوهلي دټي ټوينټي ميچونو نه دريټايرمنټ اعلان
د هند د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان ویرات کوهلي له نړیوالو شل اوریزو لوبو څخه د ريټايرمنټ اعلان کړيدى.
هند له یوې سنسني خيزې لوبې وروسته سویلي افریقا ته ماتې ورکړې او یو ځل بیا دټي ټوينټي نړیوال اتل جوړ شوى دى.
له لوبې وروسته ویرات کوهلي له ټي ټوينټي لوبو څخه د ريټايرمنټ اعلان کړيدى. هغه وویل چې نن يې د نړیوال شل اوریز جام وروستۍ لوبه وه او نن يې د هند لپاره وروستۍ لوبه وه.
کوهلي د پای لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو دى.
ویرات کولي په 125 نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د هند استازیتوب کړی او د یوې سلیزې او 38 پنځوسیزو په مرسته یې 4188 رنز جوړې کړې دي.