پاکستانمهم خبرونه

ډيره اسماعيل خان کې ترهه ګرو يو بس سوځولى او په ډرايور يې تشدد کړيدى

پېښور( وحدت نيوز)

  دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان ضلعه کې ترهه ګرو  په يو بس حمله کړې ده،  دبس په چلوونکي يې تشدد کړى او بس ته يې اور اچولى دى.

 دسيمه ييزو پوليسو وينا ده چې  ترهه ګرو دډيره اسماعيل  خان ددرابڼ سره نزدې  ديو بس نه  مسافر جبراً راکوز کړي او بيا يې بس ته اور اچولى دى چې له امله يې  دغه بس په بشپړ ډول سوځيدلى دى.

 دپوليسو وينا ده چې  ترهه ګرو  دګاډي مالک ته  دحکومت دملګرتيا نه کولو خبردارى ورکړى و او ددې ترڅنګ يې  هغه ته  دړکه کړې وه چې که چرې دحکومت ملګرتيا دوامداره وساتي نو وبه يې وژني.

 دپوليسو وينا ده چې  دترهه ګرو دبريد ښکار شوى دغه بس  ددرازنده سيمې نه راروان و او په درابڼ کې ددغه پېښې سره مخ شويدى.

دپېښې وروسته سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي او دحملې تحقيقات يې پيل کړيدي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button