پاکستانمهم خبرونه

پاکستان کې سږکال دپوليو څخه لمړۍ ماشومه اغيزمنه شوه:راپور

قلعه عبدالله: دصحت محکمې پخلى کړيدى چې په پاکستان کې دپوليو لومړۍ پېښه دبلوچستان دقلعه عبدالله سيمې څخه مخې ته راغلې ده.
دروغتيا دمحکمې دوياند له مخې دبلوچستان دقلعه عبدالله استوګنې ماشومې کې دمعذورۍ علامتونه په 20م اپريل څرګند شوي وو دکوم وروسته چې هغه په تُندۍ سره دمعذورۍ اړخ ته تللې.
دروغتيا محکمې وياند ويلي دماشومې څخه ترلاسه شوو نمونو کې دموندل شوو وايرسو دجينياتو په حواله پلټنه تراوسه روانه ده.
دوزيراعظم دروغتيا ځانګړي مرستيال ډاکټر ملک مختار احمد بهرت دپوليو په يو بل کيس رپورټ کيدو دافسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې پوليو يوه داسې موذي ناروغي ده کومه چې نه يواځې ماشوم بلکې ټوله کورنۍ اغيزمنوي.
هغه موروپلار ته اپيل کړيدى چې کله هم دپوليو کارمندان دهغوي درشل ته ورشي نو بايد دخپلو پينځوو کلونو څخه دکم عمر ماشومانو ته دپوليو ژغورنې قطرې ضرور ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button