پاکستانمهم خبرونه

اسلام اباد: دسرمايه کارۍ کونسل کې دسعودي په ګډون دشپږو هيواونو دڅانګو جوړولو اعلان

 اسلام اباد:  داطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ دخالي په ورځ   دسرمايه کارۍ ځآنګړي کونسل( ايس ايي ايف سي) کې   په بيلا بيلو هيوادونو پسې دتړلو شپږو څانګو جوړولو اعلان کړيدى.

 د ايس ايي ايف سي له غونډې وروسته ميډيا سره په خبرو کې  وفاقي وزير ويلي  په کونسل کې به يوه څانګه دسعودي عربو يوه دمتحده عرب اماراتو، يوه دچين، يوه دقـطر، يوه داروپايي اتحاديې او يوه دامريکا لپاره جوړولى شي.

 په دغه اړه هغه وويل  دا سرمايه کاري به دپاکستان لپاره ډيره مرستياله ثابتيږي.

 هغه وويل  زمونږ  ملګري هيوادونه دي او زمونږ  ګټه هم يوه ده، هغوي( هيوادونه) دپاکستان ګټه سرلوړې ساتلې او دپاکستان ډير قدر کوي.

وفاقي وزير په پاکستان کې دسرمايه کارۍ او پوځ دسرلښکر  جنرل عاصم منير په اړه دکردار په اړه وويل  دمتحده عرب اماراتو له لوري  په پاکستان کې دلسو اربو ډالرو سرمايه کارۍ کې دپوځ دسرلښکر ډير لويې کاوش دى،  دسعودي عرب او يو اى اي په اړه هغه ډيره لويه هڅه کړې ده.

هغه وويل وزيراعظم شبهازشريف ددغو شپږو څانګو اعلان دسرمايه کارۍ او تجارت دودې لپاره کړيدى.

له دې وړاندې وزيراعظم شهبازشريف غونډې ته پخپله وينا کې وويل  دپاکستان پرمختګ او خوشحالۍ کې نن دسرمايه کارۍ سهولت کونسل کليدي کردار ادا کوي.

 هغه وويل په کونسل کې سول او پوحي افسران په ګډه دمتحده ټيم پشان محنت کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button