خېبرپښتونخوامهم خبرونه

څوکنو کې دجايداد دمالکيت په شخړه دتره زامنو ترمينځ ډزې،5 مړه

پېښور( وحدت نيوز)

 دپېښور څوکنو تاڼې علاقې  کندى دلاور کالوخيل کې  دجايداد دمالکيت په شخړه دتره دوروڼو ترمينځ  نښته شوې ده چې پکې ددوو  وروڼو په ګډون پينځه کسان وژل شويدي او يو سخت ژوبل شويدى.

 دپوليس وينا ده چې  ددواړو فريقو ترمينځ  داوږدې مودې راهسې  دلسو مرلو په وراثتي پلاټ لانجه راروانه وه.

 پوليسو ويلي  دجمعې دلمونځ ادا کولو وروسته  دڅوکنو په کندى کالوخيل سيمه کې  دواړه فريقه يو بل ته مخامخ شوي  او په يو بل يې ناتاره ډزې کړيدې چې له امله يې دوړومبي فريق نه حاجي جميل  دحاجي زمان ځوې وژل شوى او دهغه ورور  افتخار سخت ژوبل شويدى.

همدغه راز دپوليسو ترمخه ددويم فرق نه  دوه وروڼه تنوير او بابر  دګل خان ځامن، سيد نياز علي شاه دسيد صاحب شاه ځوې او وسيع الله دعنايت الله ځوې ، دکندى دلاور خان اوسيدونکي  وژل شويدي.

  دجومات نه بهر  په ډزو کيدو خلکو اندېښنه کړې چې ګنې دا  کومه دترهه ګرۍ پېښه ده او يو خوا بلخوا خلکو منډې وهلي  چې ورسره ويره ترهه خوره شوې ده.

 پوليسو دپوسټ مارټم وروسته مړي وارثانو ته سپارلي دي، مقدمه يې درج کړې او  دقاتلانو لټون يې پيل کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button