پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پنجاب کې دقران پاک دبې حرمتۍ په تور تاوژن حالات قابو کړل شويدي،پوليس

پېښور( وحدت نيوز)

دپنجاب په سرګودهاسيمه کې دقران پاک دمبېنه بې حرمتۍ پېښه مخې ته راغلې ده په کوم چې پاريدلي هجوم  دملزم دکور مخې ته احتجاج کړى ډى.

 دپوليسو وينا ده چې    پاريدلي هجوم  دملزم  دکور مخې ته اور بل کړيدى او دهغه دکور سوځولو هڅه يې هم کړې ده چې ورسره په سيمه کې تاوتريخوالى خور شويدى.

 پوليسو   دپاريدلو کسانو نه په لسګونو کسان نيولي هم دي.

 دډي پي او ډاکتر اسد اعجاز  له مخې په ټوله علاقه کښې  دلټونې عمليات روان دي خو حالات په کنټرول کښې دي. دسي سي ټي وي فوټيج دلارې  به دخلکو راپارونکي ملزمان زرونيولى شي.

 په دې پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شويدي، دسرګودهې دپوليس وياند محمد عابد په وينا  په مجاهد کالونۍ کې نن سحر  خلک پاريدلي  او په ګڼو کسانو يې  تشدد کړى، يو کور ته يې هم داور اچولو هڅه کړې ده،هجوم دسړک تړلو سره دانتشار خورولو هڅه کړې ده، په دغه مهال ژوبل شوي هسپتال ته رسول شويدي.

دپاکستان دانساني حقونو کميشن(ايچ ار سي پي) په ايکس په يو بيان کې دسرګودهې په پېښه دژور تشويش څرګندونه کړې ده.

 ايچ ار سي پي  دپنجاب په پوليسو او ضلعي انتظاميې ټينګار کړيدى چې  هغوي دې په سملاسي توګه  امن پځايې کړي، مجرمان دې ونيسي او دقانون منګولو ته دې يې راکش کړي او دا خبره دې باوري کړي چې مسيحي ورورلۍ ته نور څه رقم زيان ونه رسيږي.

تيرکال داګست په مياشت کې په جړانواله کې هم دمذهب دسپکاوي په تور  دغه شان دبدامنۍ پېښه مخې ته راغلې وه چې پکې پاريدلو کسانو دمسيحي ورورولۍ کورونه سوځولي وو او هلته يې بيلا بيل څيزونه مات کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button