پاکستانلوبېمهم خبرونه

دويم ټي ټوئنټي:انګلينډ پاکستان ته په 23 رنز شکست ورکړو

پېښور( وحدت نيوز) په دويم ټي ټوينتي کې انګلينډ پاکستان ته په 23 رنز ماتې ورکړې ده.

برمنګهم کې لوبول شوي دټي ټوينټي سيريز  په دوهم ميچ کې  دانګلينډ د183 رنز دهدف په جواب کې دپاکستان ټول ټيم په 19٫2 اورونو کې په 160 رنز اوټ شويدى.

 دپاکستان اوپنران  ټيم ته په ښه اغاز ورکولو کې ناکامه راغلي دي، محمد رضوان په صفر او صايم ايوب يوازې په دوه رنز پويلين ته رخصت شويدى.

فخرزمان 45 او بابراعظم 32 رنز جوړ کړيدي، افتخار23، عماد وسيم 22 او اعظم خان 11 رنز جوړ کړيدي.

 دانګلينډ له لوري ريس ټوپلي درې، معين علي او جوفر ارچر، دوه، دوه، کرس جورډن، عادل رشيد او ليام ليونګ اسټون، يوه، يوه وکټه ترلاسه کړې ده

 له دې وړاندې  پاکستان دټاس ګټلو وروسته انګلينډ ته دوړومبي  بيټنګ کولو بلنه ورکړې وه،  انګلينډ په وړومبي بيټنګ کولو سره په مقررو20و اورونو کې داوو وکټو په زيان 183 رنز جوړي کړي وو.

 انګلش کپتان جوز بټلر84 رنز  غوره اننګز لوبولى، ول جيکس 37، جوني بيرسټو21 او فل سالټ 13 رنز سره نمايان پاتې شويدي.

 دپاکستان له اړخه شاهين افريدي درې، عماد وسيم او حارث روف، دوه، دوه وکټې ترلاسه کړيدي

 په څلورو ميچونو مشتمل سيريز کې انګلينډ ته د1-0 برتري ترلاسه ده، دسيريز لمړى ميچ دباران په سبب منسوخ شوى و، دريم ټي ټوينټي به دپاکستاني وخت له مخې دشپې لس نيمې بجې  دنهې په ورځ په کارډيف کې لوبولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button