مهم خبرونهنړۍ

غزه کې داسرايلو بريدونه،10 کسان وژل شوي،17 ټپيان

غزه(الجزير)د الجزیرې عربي او وفا خبري اژانسونو راپور ورکړى چې د غزې په شمال کې د الصفاوي په ګاونډ کې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه 10 کسان وژل شوي او 17 نور ټپیان شوي دي.

د طبي سرچینو په حواله، په سيمه کې موجودو دالجزيره د همکارانو په وینا، اسراییلي برید د جبالیا جنوب لوري ته په ګاونډ کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره یو ښوونځی په نښه کړ.

د غزې په شمال کې د جبالیه کمپ نن ورځ تر سخت برید لاندې راغی، چې زیات خلک یې له سیمې تېښتې ته اړ کړل.

بل اړخ ته دالجزيره له مخې داسرايلي پوځ وينا ده چې  دغزه په شمالي برخه کې  په جباليه کې دفعاليت کوونکو ځواکونو له لوري دتيرې ورځې راهسې  په لسګونو جنګيالي وژل شويدي.

اخوا د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې (SOHR) د راپور له مخې، اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو د سوریې لوېدیځ ښار قسوير ته څېرمه پر څو موټرو بریدونه کړي، چې له امله یې د حزب الله دوه غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button