پاکستانمهم خبرونه

پنجاب:ټريفکي پېښه کې ديوې کورنۍ 11 کسان مړه

مظفرګړهـ( وحدت نيوز)

 دپنجاب دمظفرګړهـ ښار په چوک سرور شهيد څلور لاري کښې دمسافرو يو ګاډى دپېښې  ښکار شويدى چې له امله يې ديوې کورنۍ 11 کسان وژل شويدي.

 دچارواکو وينا ده چې په مظفرګړهـ کې په ايم ايم  روډ دمحمد والا سره نزدې دمسافرو ګاډى اؤ ټرک پخپل مينځ کې جنګيدلي دي چې په سبب يې 11 کسان وژل شوي او 15 نور  ژوبل شوي هم دي.

 دريسکيو1122 کارمندانو  لاشونه او ټپيان تحصيل هيډکوارټر هسپتال چوک سرور شهيد ته منتقل کړيدي، په مړو شوو کې 5 سړي،3 ميرمنې، دوه ماشومان او يوه ماشومه شامل دي.

 دپوليسو له مخې دمسافرو په ګاډي کې دناستو کسانو تعلق دملتان بستي لاړ او ديوې کورنۍ سره و، دپېښې ښکار شوي کسان له ملتان څخه بهکر ته دخپلو رشته دارو سره دليدنې لپاره روان وو چې ددغه پېښې ښکار شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button