مهم خبرونهنړۍ

ويتنام: داورلګيدو په يوه پېښه کې 14 کسان وژل شويدي

ويتنا: د ویتنام په پلازمینه هنويي کې د کاو ګیایی په ګڼ میشته سیمه کې په یوه اپارتمنت کمپلیکس کې د اورلګیدنې له امله 14 تنه مړه او 3 نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د هنويي د پولیسو له قوله ویلي دي چې د پیښې په اړه د شپې ۱۲:۳۰ دقیقې د خبر له رسیدو سره سم د ژغورنې کارکوونکي د پیښې ځای ته ورسیدل چې د بهرنۍ دروازې قفل او يوه کړکۍ  یې ماته کړه او ۷ تنه یې وژغورل، په پېښه کې 14 کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړيدى.

د هنويي پولیسو ویلي چې اور لګېدنې په انګڼ کې څو موټرسایکلونه، برقي بایسکلونه او بایسکلونه ویجاړ کړي دي. اور په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې راغلی او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې د ودانۍ انګڼ د بریښنایی بایسکلونو د پلور او ترمیم لپاره کارول کیده. دا څرګنده نه ده چې د اور لګېدنې پر مهال څومره کسان دننه وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button