مهم خبرونهنړۍ

غزه ته د وړل شوو دريوو بنديانو مړي ترلاسه شويدي،اسرايلي پوځ

غزه(الجزيره)د اسرایلو پوځ وايي، د هغو درېیو بندیانو جسدونه چې د اکتوبر د اوومې نېټې په برید کې غزې ته وړل شوي وو، په جبالیه کې دتيرې شپې ديو مشن په مهال موندل شوي دي.

د الجزيره  ترمخه  پوځ د یرغمل شویو کسانو نومونه ۳۰ کلن اورین هرنانډیز، ۴۲ کلن هانان یابلونکا او ۵۹ کلن میشل نیسینبام ښودلي دي.

 پوځ زیاته کړې چې دغه بندیان ټول د اسرایلو له میفالسیم څلور لارې څخه غزې ته وړل شوي دي.

 دالجزيره ترمخه بلخوا د اسرائیلو پوځ وايي، په جبالیه کې یې  اته فلسطینیان وژلي دي

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د غزې په شمال کې د جبالیا په زړه کې د دوی ۹۸ ډويژن خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

 پر ايکس  پوځ  د فلسطیني جنګیالیو د وژلو سربیره یې د مهماتو د موندلو ادعا کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button