پاکستانقبائلمهم خبرونه

دخېبرپښتونخوا حکومت د1754 اربه روپو بجټ پيش کړو

پېښور( وحدت نيوز)

 دخېبرپښتونخوا حکومت د1754 اربه روپو بجټ صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړيدى چې پکې  دصوبې لګښتونه 1654اربه روپۍ دي ، دصوبايي حکومت بجټ 100 اربه روپۍ سرپلس دى.

 دخېبرپښونخوا اسمبلۍ غونډه دسپيکر په مشرۍ د دوو ګينټو په ځنډ سره پيل شوې ده، وزيرعلي علي امين ګنډا پور چې ايوان ته ورسيدو نو ورسره دخزانې وزير خپله وينا پيل کړه.

دخزانې وزير افتاب عالم په اسمبلۍ کې دبجټ وينا کې  ټول محصولات 1754 اربه روپۍ ښودل شوي اؤ د لګښتونو  انداز پکښې 1654اربه روپۍ شوې ده.

په صوبايي بجټ کې د سرکاري ملازمينو تنخاګانو او پنشن کښې د 10 فيصدي اضافې  وړانديز   شوى دى.

همدغه شان  د مزدور  لپاره پکې لږ تر لږه مياشتنې معاش له 32 زرو څخه 36 زرو ته  اوچت کړى شوى دى.

ددې نه علاوه   بجټ کې د تعليم لپاره 362 اربه او 68 کروړه روپۍ ځانګړې کړى شوي چې دا د تېرکال په   مقابله کې په تعليم 13 فيصده زيات لګښت ښودل شوى دى.

همدغه شان  د لوړو زده کړو لپاره بجټ کښې 35 اربه او 82 کروړه روپۍ   مختص کړى شوي‌ دي.

 د خزانې وزير د بجټ وړاندې کولو په مهال ويلي چې   حکومت د 30 ډګري کالجونو جوړولو لپاره ودانۍ په کرايه دنيولو پلان لري.

 هغه وويل داحساس خپل کور پروګرامل پاره درې اربه روپۍ اېښودل شويدي، ديو کال دننه به پينځه زره کورونه جوړولى شي.

 دسي ار بي سي لفټ کينال پروجيکټ لپاره لس اربه روپۍ مختص کولى شي چې ورسره به درې لکه ايکړه  ځمکه خړوب کيږي او دخوراکي امنيت ستونزې به ورسره هواريږي.

 هغه وويل  دټانک، زام ډيم، چودهوان زام، درابڼ زام ډيمونو منصوبې پيل کړل شويدي چې ورسره به داوبو ورکړې او زرعي څانګې پرمختګ باوري کيږي.

 اينده مالي کال لپاره حکومت دغنمو اخستو لپاره 26٫90 اربه، بي ار ټي لپاره درې اربه روپۍ سپسډي مختص کړې ده.

بلخوا اپوزيشن  ليډر ډاکټر عبادالله  دحکومت له لوري په وړاندې کړل شوي  بجټ تنقيد کړى او ويلي يې دي چې  دحکومت دعوه ده چې دروايتونو په ماتولو سره يې بجټ وړاندې کړى خو دخزانې وزير پخپله وايي چې   مونږ 92 فيصده په وفاق احصار کوو.

ده وويل  دبجټ وړاندې کولو سره صوبايي حکومت په هوا کې تير ويشتلى او لفظي ګوله باري يې کړې ده، کتلى به شي چې څه ترلاسه کيږي هم که نه.

 ده وويل پ بجټ کې دبي ار ټي لپاره د2٫5  بلينه سبسډي اېښودل شوې، په دې څومره سکولونه جوړيدلى شول؟

اپوزيشن ليډر وويل دخزانې وزير يوازې په مفروشو بجټ وړاندې کړيدى  او هغه پخپله اعتراف کړيدى چې مونږ ته پېسې نه دي ترلاسه شوي، دکرپشن پټولو لاپره د300 اربو ضمني بجټ وړاندې کړل شويدى.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button