پاکستانمهم خبرونهنړۍ

متحده عرب اماراتو شهبازشريف ته پاکستان کې دلسو اربو ډالرو سرمايه کار باور ورکړو

 اسلام اباد: متحده عرب اماراتو په پاکستان کې دسرمايه کارۍ لپاره لس اربه ډالر ځانګړي کړيدي.

  دريډيو پاکستان په رپورټ کې ويل شويدي چې  داماراتو دسرکاري ميډيا راپور له مخې په پاکستان کې دسرمايه کارۍ لپاره دلسو اربو ډالرو دځانګړي کولو اعلان دوزيراعظم شهبازشريف او متحده عرب اماراتو د ولسمشر شيخ محمد بن زيدالنهيان ترمينځ په ابوظهبۍ کې  دترسره شوې ليدنې په مهال شويدى.

د متحده عرب اماراتو ولسمشر دغه اعلان دپاکستان دمعيشت نور مستحکم کولو او ددواړو هيوادونو ترمينځ  مرستې  ته دودې ورکولو لپاره کړيدى.

 دوزيراعظم له دفتره جاري کړل شوي بيان له مخې  وزيراعظم  دپاکستان  دمتحده عرب اماراتو سره شراکت دارۍ او په ځانګړې توګه انفارميشن ټيکنالوجۍ، قابل تجديد انرژۍ، او دسياحت په څانګو کې  دمرستې  دودې عزم تکرار کړيدى.

وزيراعظم دمتحده عرب اماراتو په پاکستان کې دانرژۍ، پورټ عملياتو، غذايي تحفظ، مواصلاتو، معدنياتو، بينکنګ او مالياتي خدماتو په څانګه کې دسرمايه کارۍ په منصوبو دعمل درامد باوري کولو عزم څرګند کړيدى.

 دبيان له مخې  دمتحده عرب اماراتو ولسمشر په پاکستان کې دلسو اربو ډالرو دسرمايه کارۍ باور ورکړيدى.

بل اړخ ته وزيراعظم شهبازشريف دپاکستان  دمعيشت  دمتحده عرب اماراتو سره درابطو، مشترکه منصوبو او شراکت دارۍ دلارې  دمکمل بدلولو لپاره  دحکومتي عزم څرګندونه کړې ده.

 دريډيو پاکستان ترمخه دغه خبره هغه تيره ورځ په ابوظهبۍ کې  دمتحده عرب اماراتو او پاکستان ترمينځ  په جدت مبني  دټيکنالوجۍ ترقۍ په موضع ګول ميز غونډې ته په وينا کې کړې ده او ويلي يې دي چې  حکومت په برامداتو کې داضافې لپاره  دمعيشت په مختلفو څانګو کې انفارميشن ټيکنالوجۍ او مصنوعي ذهانت ته وده ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button