پاکستانمهم خبرونه

زده کوونکي پخپله خوښه پاکستان ته بيرته راروان دي:خارجه دفتر

 اسلام اباد: دخارجه دفتر وياندې  ممتاز زهره بلوچ ويلي دي  له بشکيک څخه زده کوونکي پخپله خوښه پاکستان ته بيرته راروان دي.

د17مې او 18مې مئ په مينځ شپه په بشکيک کې  يو شمير  حمله کوونکو  په نړيوالو زده کوونکو او ځانګړې توګه دپاکستان او هند سره په تعلق لرونکو زده کوونکو وروسته له هغې بريدونه پيل کړي وو چې په ټولنيزه ميډيا يوه ويډيو خپره شوه چې پکې  دسيمه ايزو او بهرنيانو ترمينځ جګړه ښودل شوې وه، په دغو نښتو کې په لسګونو بهرني زده کوونکي ژوبل شوي وو.

 دخارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وويل په بشکيک کې  په پاکستاني زده کوونکو له بريدونو وروسته  هغوي   دعدم تحفظ او ټراما ښکار شويدي، هغې وويل په کوم سنسني خيز انداز کې چې جعلي خبرونه او غلط اطلاعات خواره کړل شوي په سبب يې  په ويره کې اضافه شوې ده، هغې وويل  دزنا باالجبر او وژنو پورې  ددروغو خبرونه خواره کړل شويدي  دکوم په سبب چې زده کوونکو  حکومت ته خواستونه کړيدي

هغې وويل   دزده کوونکو په پريشانۍ  کتلو سره حکومت دهغوي دانخلا لپاره  انتظمات وکړل، زده کوونکي به دخپلو  پوهنتونونو او  موروپلار سره له صلاح مشورې وروسته دبيرته  تللو يا نه تللو پريکړه پخپله کوي، هغې وويل  زمونږ مقصد دا دى چې کوم زده کوونکي واپس راتلل غواړي، هغوي دې بيرته راوستل شي.

 دايراني هيلي کاپټر پېښې دپلټنو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل  ايران په دغه رقم پلټنو کې مهارت لري خو که چرې ضرورت پېښ شو  او ايران خواست وکړو نو ضرور به يې مرسته کوو.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button