پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دانصاف دنړيوال عدالت اسرايلو ته په رفح کې دعملياتو ودرولو امر، دپاکستان هرکلى

 اسلام اباد: دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف  دجمعې په ورځ دانصاف دنړيوالې عدالت( ايي سي جى) له لوري اسرايلو ته سملاسي توګه په رفح کې دپوځي عملياتو دودرولو دحکم ستاينه کړې ده.

 دانصاف نړيوال عدالت دجمعې په ورځ دجنوبي افريقې له لوري  په داير کړل شوي خواست پريکړه کړې او اسرايلو ته يې امر کړى چې  په سملاسي توګه دې په رفح کې پوځي عمليات ودروي.

  دوزيراعظم له دفتره جاري کړل شوي يو بيان له مخې وزيراعظم شبازشريف  دانصاف دنړيوالې عدالت دپريکړې هرکلى کړى او په دې خبره يې ټينګار کړيدى چې  دملګرو ملتونو امنيتي شورا او نړيواله ورورولي دې په دې پريکړه په سملاسي توګه عمل وکړي.

 هغه ويلي په رفح کې  د عملياتو ودرولو  په اړه  دانصاف دنړيوال عدالت په پريکړه عمل درامد سره به په نړۍ کې  دسولې لپاره لاره هواريږي.

 وزيراعظم ويلي  پاکستان دجنوبي افريقي دخواست ملاتړ کړى و، اينده ب هم دفلسطينيانو قضيه  جنګوو.

 هغه ويلي چې دمظلومو فلسطينيانو په حق کې  پريکړه کوونکو 13و قاضيانو او په خواست داير کولو  جنوبي افريقې ته  دعقيدت پيرزوينې وړاندې کوو.

 وزيراعظم وويل  دعدالتي پريکړې له مخې  دې  دملګرو ملتونو تحقيقاتي کميشن ته غزه او په رفح ته سملاسي رسد ورکړل شي.

 هغه ويلي  پاکستان به دمظلومو فلسطينيانو دبنيادي انساني او قانوني حقونو دتحفظ لپاره خپل کردار ادا کول دوامداره ساتي.

  په دا هيګ کې دمقدمې پريکړه دبيلا بيلو هيوادونو د14و مستقلو قاضيانو دپينل ترڅنګ داسرايلو له لوري په مقدمه کې دفريق په توګه ټاکل شوي يو اضافي ايډهاک جج اورولې ده.

عدالت د13-2 اکثريتي پريکړه کې ويلي  اسرايل دې دملګرو ملتونو  دحقيق موندنې   مشن ته غزه ته رسد ورکړي او دعدالتي حکم دتکميل راپور دې په يوه مياشت کې وړاندې کړي.

عدالت ويلي  اسرايلي ځواکونو په 7مه مئ په رفح کې ځمکني عمليات کړي چرته چې په لکونو فلسطينيانو پناه اخستې وه.

  نړيوال عدالت دخپل 28م مارچ په امر کې ويلي وو دغزه وضعيت ډير خراب دى خو د28م مارچ وروسته انساني وضعيت نور هم خراب شويدى، په رفح کې  داسرايلو دعملياتو په سبب له اتوو لکو زيات کسان بې کوره شويدي.

 په دغه موقعه دعدالت څخه بهر  دفلسطينيانو پلوي مظاهره چيانو  بيرغونه رپولي او دازاد فلسطين په حق کې يې شعارونه ورکړيدي.

 جنوبي افريقې  دانصاف نړيوال عدالت  ته دبيړنيو اقداماتو لپاره خواست کړى و ترڅو اسرايل ته  دغزه په پټۍ کې  دپوځي عملياتو دتړلو امر وکړي، چې پکې درفح ښار هم شامل دى چرته چې  هغوي جارحانه عمليات دوامداره ساتلي دي.

 تيره اوونۍ شووو اوريدنو کې  جنوبي افريقې  په اسرايلو دفلسطينيانو دنسل کشۍ تور پورې کړى و او دغزه اخري برخې رفح باندې حمله يې  يو نوى او ويرونکى پړاو ګرځولى و.

 دجنوبي افريقې وکيل وان لو دليل ورکړى و چې په رفح جارحيت غزه ددې په فلسطيني ولس  دتباهۍ وروستى پړاو دى.

 خو داسرايلو وکيلانو دجنوبي افريقې کيس له حقيقت په بشپړ ډول لرې ګرځولى

داسرايلو وکيل ګيلاد نوم ويلي  کوم څيز ته په بيا بيا نسل کشۍ ويلو سره هغه نسل کشي نه جوړيږي، ددروغو تکرارولو سره هغه رښتيا نه جوړيږي.

هغه ويلي يو دردونکى جنګ روان دى خو کومه نسل کشي نه ده روانه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button