پاکستانلوبېمهم خبرونه

پاکستان دټي-20 نړيوال کپ لپاره 15 کسيزه لوبډله اعلان کړه

 اسلام اباد:د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) د جمعې په ورځ د 2024 کال ايي سي سي د نارینه وو شل اوریز نړیوال جام لپاره خپله 15 کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 بابر اعظم به د جون له لومړۍ نیټې څخه د جون تر 29 نیټې پورې په امریکا او کیریبین  کې په دغه نړیوال ټورنامنټ کې د پاکستاني لوبډلې مشري کوي.

د غوراوي کمیټې په یوه بیان کې ویلي چې دا یو با استعداده او متوازن ټیم دی کوم چې د ځوانانو او تجربه لرونکو ترکیب دی.

  دکميټې په بيان کې ويل شويدي: دغه لوبغاړي له څه مودې راهیسې یوځای لوبې کوي او د نړیوالو سیالیو لپاره ښه چمتووالی لري. حارث روف په بشپړه توګه فټ دی او په نېټ کې ښه توپ اچونه کوي. موږ ډاډه یو چې هغه به په راتلونکو لوبو کې ښه کارکردګي وکړي ځکه چې هغه به د T20 نړیوال جام کې د نورو بالرانو سره مهم رول ولري.

په 15 لوبغاړو کې ابرار احمد، اعظم خان، محمد عباس افریدي، صایم ایوب او عثمان خان د لومړي ځل لپاره د 20 اوریزو نړیوال جام لپاره غوره شوي، په داسې حال کې چې محمد عامر او عماد وسیم وروستی ځل په 2216 او 2021 کال کې د 20 اورونو نړیوال جام کې لوبېدلی وو. . په ټي ټوئنټي ورلډ کپ کې د پاکستان ريکارډ د پام وړ دی ، په 2009 کال کې پاکستان د يونس خان په مشرۍ د ايي سي سي ټي ټوينټي نړيوال جام ګټلی و.

په 2007م کال کې په جنوبي افريقه کې ترسره شوي په لمړي ټي 20 نړيوال جام کې پاکستان د شعيب ملک په مشرۍ فاينل ته لاره موندلې وه، په داسې حال کې چې په 2022م کال کې  هم پاکستان  د بابر اعظم په مشرۍ فاينل ته لاره موندلې وه. پاکستان په 2010، 2012 او 2021 کې د دې مېګا ايونټ سيمي فائنل لوبولی دی.

دپاکستان ټيم په لاندينيو لوبغاړو مشتمل دى.

بابر اعظم (کپتان) ابرار احمد اعظم خان فخر زمان حارث رؤف افتخار احمد عماد وسیم محمد عباس اپریدی محمد عامر. محمد رضوان نسیم شاه سعید ایوب شاداب خان شاهین شاه اپریدی او عثمان خان.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button