پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې دغيرت په نوم درې کسان وژل شويدي

پېښور(وحدت نيوز)

 دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې  دډزو په يوه پېښه کې  ديوې زنانه  په ګډون درې کسان په مبېنه توګه دغيرت په نوم وژل شويدي.

 دپوليسو له مخې دغه پېښه درزمک په ګړوايي روغه سيمه کې رامينځته شوې ده چرته چې ديو دکور دننه يوه ښځه او دوه سړي وژل شويدي.

 دوژل شوو کسانو مړي دپوسټ مارټم لپاره  درزمک روغتون ته منتقل کړل شويدي.

په شمالي وزيرستان کې دتيرو څو کلونو راهسې پرله پسې امنيتي وضعه دخرابيدو اړخ ته روانه ده، دسيمې خلکو په سيمه کې دټارګټ کلنګ  او  ترهه ګرۍ دپېښو په ضد  احتجاجي دهرنې هم ورکړيدي خو ددې باوجود هم امنيتي وضعه خرابيږي.

 په شمالي وزيرستان کې  په دې وروستيو کې په ګڼ شمير کې پوليس، پوځي ځوانان او په ګڼ شمير کې سياسي  مشران او کارمندان وژل شويدي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button