پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې دټارګټ کلنګ پېښې،دوه قتل

ميرعلي:
  دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې په مبېنه توګه دټارګټ کلنګ مختلفو پېښو کې  دوه کسان وژل شويدي.

  دميډيا راپورونو له مخې  دميرعلي په حيدرخيل کلي کې فياض نومې تن  نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژلى دى.

همدغه شان راپورونو له مخې  په ميرعلي بازار کې امتياز نومې يو ځوان هم په موټرسايکل سورو نامعلومو وسله والو دټارګټ کلنګ په يوه پېښه کې وژلى دى.

همدغه راز په يوه بله پېښه کې په رزمک روډ  دستر سروبي سيمه کې يو بل ځوان هم په ډزو سره ژوبل کړل شويدى.

  دوه ورځې وړاندې په شمالي وزيرستان کې  په تپي سيمه کې سيمه ايز خبريال کامران داوړ نامعلومو نقاب پوشو کسانو دهغه دکور مخې ته په ډزو سره وژلى و.

په شمالي وزيرستان کې دتيرو څو کلونو راهسې پرله پسې امنيتي وضعه دخرابيدو اړخ ته روانه ده، دسيمې خلکو په سيمه کې دټارګټ کلنګ  او  ترهه ګرۍ دپېښو په ضد  احتجاجي دهرنې هم ورکړيدي خو ددې باوجود هم امنيتي وضعه خرابيږي.

 په شمالي وزيرستان کې  په دې وروستيو کې په ګڼ شمير کې پوليس، پوځي ځوانان او په ګڼ شمير کې سياسي  مشران او کارمندان وژل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button