مهم خبرونه

دټيريان کيس داوريدنې لپاره بيا ټاکنه دعمران خان په زندان کې دساتلو هڅه ده:پي ټي ايي

 اسلام اباد: پاکستان تحريک انصاف( پي ټي ايي) دخالي په ورځ  دخپل ګوند دباني مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد يوکال پس دټيريان کيس دوباره داوريدنې لپاره  په ټاکنه دسختې اندېښنې څرګندونه کړې او دا يې دهغه په جيل کې په غيرقانوني توګه دساتلو  هڅه ګرځولې ده.

يوه ورځ وړاندې  داسلام اباد هايي کور، ديو کال ځنډ وروسته، دعمران خان په ضد، دهغه دمبېنه لور ټيريان، دپټولو په سبب يوخواست داوريدنې لپاره ټاکلى و.

 تيرکال داسلام اباد هايکورټ  مشر قاضي  عامر فاروق  ددې کيس اوريدونکى درې کسيز بينچ مات کړى و، په داسې حال کې چې دوو ججانو ددرخواست دبرقرارۍ په ضد پريکړه کړې وه.

داسلام اباد هاييکورټ مشر قاضي  دفتر  دعدالت دويب سايټ نه پريکړه لرې کړې وه او يو بيان يې جاري کړى و چې  دمعاملې داوريدنې لپاره به يو نوى بينچ جوړيږي.

Photo Source:Express tribune

 دجمعې په ورځ  داسلام اباد هايکورټ دجسټس طارق محمود جهانګيري په مشرۍ کې  ددې کيس داوريدنې لپاره يو نوى بينچ جوړ کړيدى.

دانګريزۍ ددي نيوز ورځپاڼې له مخې په يو بيان کې  دګوند وياند  دې خبرې ته ګوته نيولې چې  ددريووججانو  دبينچ ددوو ججانو له لوري دمقدمې  دپځايې ساتنې په ضد دوړاندې نه  دپريکړې باوجود هم دا مقدمه ټاکل شوې ده.

وياند دعوه کړې چې  دپي ټي اي دباني مشر مخالفينو په توشه خانه، سايفر او القادر ټرسټ کيسونو کې دخپلو مطلوبه اهدافو ترلاسه  کې دسپکاوي سره له مخ کيدو وروسته اوس  په بې هوده او بې اساسه کيس پسې خپل اميدونه تړلي دي.

 وياند دې خبرې ته هم ګوته نيولې ده چې   داسلام اباد هاييکورټ شپږو  قاضيانو  پخپل  خط کې درياستي ادارو له لوري دواضحه مداخلت او ټيريان  کيس کې په قضايانو دفشار په ګڼو مثالونو رڼا اچولې ده.

هغه په دې خبره زور راوړى چې  دټيريان کيس په ګډون په سياسي توګه په حرکت کې راغلو مقدمو کې درياستي ادارو مداخلت او په ضيانو دفشار بې نقابه  کولو وروسته  اوس ددې کيس مخ په وړاندې دبوتللو هيڅ قانوني يا اخلاقي  جواز نه دى پاتې شوى.

 هغه ويلي چې  دعمران خان په ضد دټيريان  او عدت کيسونو پشان جعلي او بې اساسه مقدمو داير کول  دهاغو خلکو دشکست او اخلاقي لانديز واضحه علامت دى عمران خان  دخپل شخصي انتقام نخښه جوړول غواړي.

 وياند ويلي  دعمران خان په ضد  تر 200 پورې  جعلي او ددروغو مقدمې درج کړل شويدي، دټيريان کيس مدعي نامعلوم دى، خو ورته درياستي وکيلانو ځانګړې سرپرستي ترلاسه ده.

هغه غوښټنه کړې ده چې دقانوني تقاضو په نظر کې نيولو سره دې  دبې بنياده مقدمې مخ په وړاندې دبوتللو پځايې په سملاسي توګه کيس خارج کړاى شي.

نوټ:  په دې خبر ليکلو کې  دانګريزۍ ددي نيوز او ايکسپريس ټربيون ورځپاڼو له راپورونو څخه استفاده شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button