افغانستانمهم خبرونه

دافغانستان په فارياب ولايت کې تازه سيلابونو 66 کسان وژلي،ولايتي چارواکى

فارياب(الجزيره)

يو ولايتي چارواکى وايي چې دافغانستان  په شمالي ولايت فارياب کې   دتازه سيلابونو له امله لږ ترلږه 66 کسان وژل شويدي.

 دالجزيره خبري رسنۍ  له مخې په يو بيان کې   دفارياب دوالي وياند عصمت الله مرادي ويلي دي چې  دخالي په شپه  دفارياب ولايت په ګڼو ولسواليو کې ددرنو سيلابونو په پايله کې انساني او  معاشي زيانونه اوښتي دي.

 هغه ويلي دي چې  دسيلابونو له امله 66 کسان وژل شويدي او زياته کړې يې ده چې  لږ ترلږه پينځه کسان  ژوبل شوي او په ګڼ شمير کې نور بې درکه دي.

 هغه ويلي دي چې  سيلابونو د1500وڅخه زيات کورونه زيانمن کړيدي،400 ايکړه څخه  زياته زراعتي زمکه يې لاهو کړې او په سلګونو څاروي يې وژلي يد.

مرادي ويلي چې  دجمعې په ورځ هم په دې ولايت کې  دسيلاب په سبب نور18 کسان وژل شويدي.

 په فارياب کې دسيلاب په سبب دغه درنه مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې له دې يوازې يوه ورځ وړاندې  ولايتي چارواکو وويل   په جنوبي ولايت غور کې دسيلابونو په سبب 50 کسان وژل شويدي.

 په کابل کې  دطلوع نيوز له مخې  په غور ولايت کې فيروز کوه ښار 80 سلنه  سيلابونو تباه کړيدى.

 يوه اوونۍ دمخه  دملګرو ملتونو دنړيوال خوراک پروګرام او طالبانو چارواکو ويلي وو چې په شمالي بغلان ولايت کې  دسيلاب په سبب له 300و زيات کسان وژل شويدي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button