افغانستانپاکستانمهم خبرونه

دجرګې دلارې کرمه کې دپاکستان او افغانستان ترمينځ جنګ بندي شوې

 کرمه،پېښور( حضرت يوسف، محمد جميل)

 په خېبرپښتونخوا کې  دکرمې په پاک افغان پوله دپاکستاني پوځيانو او افغان طالب جنګيالو ترمينځ تر څلورو ورځو دنښتو وروسته  دقبايلي مشرانو يوې جرګې ددواړو  خواو ترمينځ جنګ بندي باوري کړې ده.

 په کرمه کې  ددواړو هيوادونو دسرحدي ځواکونو ترمينځ  دسختو او اوږدو نښتو په سبب  دخرلاچۍ  سره نزدې کليو نه خلکو په لويه پيمانه کډې کړې وې خو دقبايلي مشرانو ددغه جرګې لخوا دروغې جوړې نه پس په سيمه کې يوځل بيا امن پځايې شوى  او ويل کيږي پوله به هم زر پرانستل شي.

Jirga between Pakistan,Afghanistan on Kharlachi border area

 دجرګې  دمشرانو وينا ده چې  دغه جرګه دخرلاچۍ په پوله شوې او پکې ددواړو هيوادونو څخه  مشرانو، علماو او چارواکو ګډون کړيدى.

دپاکستان اړخ ته  په دغو سرحدي نښتو کې ديو پوځي دوژل کيدو او دافغانستان اړخ ته هم ديو شمير طالب جنګياليو او ولسي وګړو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي وو.

 ددې جرګې يو غړي  او دځاځي اريوب ولسوالۍ قامي مشر حاجي ولي ځاځي  دجرګې په اړه پژواک خبري ادارې ته ويلي چې په جرګه کې داوربند پريکړه شوې ده.

 هغه ويلي دخرلاڅيو لاره به هم زر تر زره بيرته پرانستل کيږي او سوداګري به له سياست سره نه ګډيږي.

دپاکستان اړخ ته  دجرګې يو مشر جلال بنګش ويلي چې  په سيمه کې دامنيت دټينګښت  په موخه  ديوې مشترکه امن کميټې جوړولو  پريکړه شوې ده.

Jirga between Pakistan,Afghanistan on Kharlachi border area

دمقامي خلکو له مخې په پوله  دغه نښتې وروسته له هغې پيل شوې وې چې طالبانو دتباه شوې سرحدي ليکې  دجوړيدو او نور تعميراتي  کار په دوران  په پوله موجودو پاکستاني پوځيانو ډزې وکړې.

 دسيمې نه دوحدت نيوز دخبريال محمد جميل ترمخه  دجنګ بندۍ وروسته ددواړو هيوادونو دچارواکو او مشرانو ترمينځ مذاکرات شويدي چې پکې دپاکستاني چارواکو له اړخه ويل شويدي چې  دافغانستان داړخ نه پرله پسې  دپولې خلاف ورزۍ روانې دي کومې چې په يو صورت هم دمنلو وړ نه دي، پاکستاني چارواکو وويل دپولې پورې غاړې ته ترهه ګر او دهغوي سهولت کاران موجود دي چې نه غواړي  دپاکستان او افغانستان ترمينځ دې اړيکې ښې شي، ددوي کوشش دى چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دې بدامني وي.

همدغه شان افغان چارواکو هم په دغه موقعه ويلي  مونږ دواړه ګاونډي  اسلامي هيوادونه يو، مونږ هم نه غواړو چې  زمونږ ترمينځ دې هره ورځ داسې تاوتريخوالى وي  مونږ ته ديو بل سره داحترام سره اړيکې غځول پکار دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button