پاکستانمهم خبرونه

دنوازشريف دبې وفايۍ شکايت، وايي عمران خان يې پشا کې چاړه ټومبلې

لاهور( وحدت نيوز)

 دپاکستان مسلم ليګ(ن) لارښود او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي  دپي ټي ايي باني مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان  دهغه دحکومت سره دمرستې  له ژمنې څخه په پشا کيدو سره دهغه په شا کې چاړه ټومبلې ده.

دانګريزۍ ورځپاڼې دي نيوز دراپور له مخې  نوازشريف ددې خبرې يادونه کړې چې دپي ټي ايي  مشر دظهيرالاسلام او طاهرالقادري سره  په لندن کې ليدنې کړې وې او  دهرنې يې پيل کړې وې، نوازشريف  ويلي  ورته معلومه نه ده چې چا ههغه (عمران خان) ته ددغسې کولو اشاره ورکړې ده.

 نوازشريف دغه څرګندونې  دخپل ګوند دمرکزي کاري کميټۍ( سي ډبليو سي) يوې  غونډې ته په وينا کې کړيدي، هغه دخپل حکومت  دلرې کولو په علتونو دخپلې ذهني ناقرارۍ څرګندونه کړې ده.

 ددې ترڅنګ هغه  پخپله قبضه کې دهاغه اډيو ريکارډنګ حواله هم ورکړې ده چې پکې پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په مبېنه توګه ويلي  چې دنوازشريف په لرې کولو سره بايد دپي ټي ايي باني  واک ته راوستل شي.

 نوازشريف پوښتنه کړې ده چې  ددغه اډيو ليک وروسته ثاقب نثار ولې تر احتساب لاندې رانه وستل شو؟

 ددې ترڅنګ هغه ويلي دي بايد مظاهر علي نقوي  دخپلو اعمالو لپاره  دقامي احتساب بيورو( نيب) سره مخ شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button