مهم خبرونهنړۍ

په مرکزي غزه کې په يو هوايي بريد کې 27 وژل شوي، جګړه کې شدت راغلى او اسرايلي مشران دتقسيم ښکار دي

ديرالبلاح،دغزه پټۍ( اى پي) په داسې حال کې چې داسرايلي مشرانو نظر په دې اړه دويش ښکار دى چې بايد داتوو مياشتو له جګړې وروسته دې په غزه حکمراني څه وکړي، داتوار په ورځ په شمال کې  دحماس ډلې سره جګړه کې شدت راغلى او په مرکزي غزه کې په يو هوايي بريد کې 27 کسان وژل شويدي چې پکې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي.

Mourners pray over the bodies of Palestinians who were killed in an Israeli airstrike in Nuseirat, at the Al Aqsa hospital in Deir al Balah, Gaza Strip, Sunday, May 19, 2024. (AP Photo/Abdel Kareem Hana)ASSOCIATED PRESS

 وزيراعظم بنیامین نتانیاهو د خپلې جګړې د کابینې د دوو نورو غړو له نیوکو سره مخ دی، د خپل اصلي سیاسي سیال، بیني ګانټزلخوا هغه ګواښل کيږي چې که د جون تر 8 پورې داسې پلان جوړ نه شي چې د غزې د جګړې وروسته نړیواله اداره پکې شامله وي، حکومت پریږدي.

په دیرالزور کې د الاقصی د شهیدانو روغتون د ریکارډونو له مخې د غزې په مرکزي برخه کې د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ کې،نصيرات ، چې  د ۱۹۴۸ کال د عربو-اسرائیلو د جګړې په وخت کې جوړ شوى .  داسرايلو په هوايي برید کې ۲۷ کسان وژل شوي، چې  پکې   ۱۰ ښځې او اووه  ماشومان شامل دي، ياد روغتون ته دغه مړي وروړل شويدي.

Palestinians mourn their relatives who were killed in an Israeli airstrike in Nuseirat, at the Al Aqsa hospital in Deir al Balah, Gaza Strip, Sunday, May 19, 2024. (AP Photo/Abdel Kareem Hana)ASSOCIATED PRESS

د فلسطین د سرې میاشتې د بیړني خدماتو په وینا، د نصیرات په يوه کوڅه کې یو بل برید کې  پنځه تنه وژل شويدي. په دیر البلاح کې، د روغتون په وینا، په برید کې د حماس د پولیسو یو لوړ پوړی افسر زاهد الحولي او یو بل سړی وژل شوي دي.

Palestinians mourn their relatives who were killed in an Israeli airstrike in Nuseirat, at the Al Aqsa hospital in Deir al Balah, Gaza Strip, Sunday, May 19, 2024. (AP Photo/Abdel Kareem Hana)ASSOCIATED PRESS

 دفلسطينيانو وينا ده چې په شمالي غزه کې نور هوايي بريدونه او سخته جګړه شوې ده.

دسول ډيفنس وينا ده چې دغه هوايي بريدونه  دکمال ادوان هسپتال سره نزدې په بيت لهيه  کې ترسره شويدي چې پکې لږ ترلږه لس کسان وژل شويدي، دامدادي کارمندانو له لوري جاري کړى شوي فوټيج کې ښکاره شويدي چې هغوي  په داسې حال کې  دملبې نه ديوې ښځې  دمړي راويستلو هڅه کوي چې په پس منظر  کې  دچاودنو غږونه اوريدل کيږي.

Palestinians look at the destruction after an Israeli strike on a residential building in Nuseirat Refugee Camp, Gaza Strip, Sunday, May 19, 2024. (AP Photo/Ismael Abu Dayyah)ASSOCIATED PRESS

د  سول دفاع وزارت ویاند محمود بسال ویلي، له تېرې اونۍ راهیسې چې اسراییلو په جبالیه کې عملیات پیل کړي، ژغورونکو لږترلږه ۱۵۰ مړي چې نیمايي یې ښځې او ماشومان دي، موندلي دي. هغه وویل چې شاوخوا ۳۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

Palestinians search for survivors after an Israeli airstrike on a residential building in Nuseirat Refugee Camp, Gaza Strip, Sunday, May 19, 2024. (AP Photo/Ismael Abu Dayyah)ASSOCIATED PRESS

 په دې  جګړه کې تر اوسه د35000و نه زيات فلسطينيان وژل شويدي، دغه جګړه دفلسطيني  مزاحمتي ډلې حماس له لوري په 7م اکتوبر په اسرايلو دغير معمولي حملې وروسته پيل شوې وه.

په دغه ورځ فلسطيني  جنګياليو خواوشا 1200 کسان وژلي وو او 250ؤ پورې يې نور  دځان سره دغزه پټۍ کې يرغمال کړي وو.

Palestinians mourn their relatives who were killed in an Israeli airstrike in Nuseirat, at the Al Aqsa hospital in Deir al Balah, Gaza Strip, Sunday, May 19, 2024. (AP Photo/Abdel Kareem Hana)ASSOCIATED PRESS

 اسرايلو ددې په ځواب کې  په غزه  حمله  وکړه او په ساحلي سيمه کې يې  دځمکنو عملياتو پيل کولو ترڅنګ لويې هوايي حملې ترسره کړيدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button