پاکستانخېبرپښتونخواسیاستمهم خبرونه

دخېبرپښتونخوا په کاغان کښې ټرافيکي، دهري پور کالج دوه زده کوونکې مړې

پېښور( وحدت خبر)  د خېبرپښتونخوا  دمانسهرې ضلعې د کاغان وادۍ په کيوايي سيمه کې دپوسټ ګري]ويټ کالج هري پور يو ګاډى دپېښې ښکار شوى چې له امله يې دوه زده کوونکې وژل شوي او ددوو پروفيسرانو په ګډون پکې 7 کسان ژوبل شوي هم دي.

 دميډيا راپورونو له مخې په  ګورنمنټ پوسټ  ګريجويټ کالج هري پور کې  دفزکس دڅانګې زده کوونکې  دکالج دپروفيسرانو سره   دمانسهرې سياحتي مقام کاغان وادۍ ته تللې وې  چې  دکيوايي په مقام دهغوي جيپ له ډرايور څخه بې قابو شو او په شاهراه کاغان موجود چت باندې راپريوتو چې له امله يې په جيپ کې سورې زده کوونکې حليه بي بي دعيدګاه هري پور اوسيدونکې په موقعه مړه شوه.

 په ګاډي کې سواره دکالج پروفيسران ساجد جاويد،بلال، ليب مرستيال عبدالبصير زده کوونکې مريم بي بي، شازينه بي بي  ترڅنګ دجيپ ډرايور رشيد هم ژوبل شويدي.

 دريسکيو اهلکارو ژوبل شوي کسان کيوايي او بالاکوټ هسپتالونو ته رسولي  چرته چې مريم بي بي نومې زده کوونکې  چې د چونګي نمبر١١ هري پور اوسيدونکې مړه شوې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button