افغانستانمهم خبرونه

باميانو کې په بهرنيو سيلګروبريد: د وژل شوو شمير شپږو ته رسيدلى

پېښور( وحدت نيوز)

دطالبانو حکومت ويلي  دافغانستان  په مرکزي باميان ولايت کې  درې افغان وګړي او درې هسپانوي سيلانيان وژل شويدي، له دې وړاندې دطالبانو حکومت په دغه بريد کې ديو افغان وګړي او دريوو بهرنيانو دوژل کيدو خبره کړې وه.

 دخالي په ورځ دطالبانو حکومت ويلي چې ددريوو افغانانو او دريوو هسپانوي سيلانيانو مړي  پلازمينې کابل ته انتقال کړى شويدي.

 په دغه  کسانو دجمعې په ورځ  دکابل نه خواوشا 180 کلو ميټره لرې  دباميانو په غرايز ښار کې  هاغه وخت ډزې شوې وې چې هغوي له يو بازار څخه تيريدل.

 دطالبانو دکورنيو چارو دوزارت وياند عبدالمتين قانع  اى ايف پي خبري ادارې ته ويلي دي چې “ټول مړي کابل ته لېږدول شوي او فورنزک محکمه کې دي او ټپيان هم په کابل کې دي. هغه ويلي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

“د اتو ټپیانو له جملې څخه چې څلور یې بهرنیان دي، یوازې د یوې بوډۍ بهرنۍ مېرمنې وضعیت د ډاډ وړ نه دی.”

په بامیان کې د روغتون د سرچینو په وینا، ټپیان د ناروې، استرالیا، لیتوانیا او هسپانیې څخه دي.

قانع وویل چې په وژل شویو کې دوه ملکي افغانان او یو طالب وسله وال شامل دي.

نړيوال غبرګونونه

د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز پر خپله اېکس پاڼه د يوه پيغام په خپرولو سره لیکلي چی د قربانيانو له کورنیو او ملګرو سره خپله خواخوږي شريکوي.

هغه  ويلي هڅه کوي د قربانيانو له کورنیو سره ټولې د اړتيا وړ مرستې وکړي.

 همدغه راز د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو شارژدافیر کرن ډېکر پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یاد برید «ناځوانمردانه» بللی او غندلی یی دی.

نوموړې د یاد برید د قربانيانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم پر ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي د امریکا متحده ایالتونه په بامیان کې له وسله وال برید څخه له امله يې ملکي افغانان او بهرني اتباع وژل شوي او ټپيان دي، په ژوره توګه اغېزمن دی.»

   هغه ويلي موږ د هغو کسانو په اړه فکر کوو چی خپل عزیزان يې له لاسه ورکړي

بلخوا، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولني شارژدافیری رافایلا ایودیس هم پر خپله ابکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلی چی  دافغانستان په باميان ولايت کې دبهرنيو ګرځندويانو په يوه ډله وسله وال بريد په  کله غندي

 دافغانستان پخواني اولسمشر حامد کرزي هم پخپله  ايکس پاڼه  ددې بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې  داسپانيا خلکو، حکومت او دقربانيانو کورنيو ته دخپلې خواخوږۍ او غم شريکۍ مراتب وړاندې کوي او دياد بريد ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.

 دملګرو ملتونو دمرستندويه پلاوي دفتر هم  دا بريد تروريستي ګڼلى  او زياته کړې يې ده چې له ياد بريد څخه وېريدلي دي.

نوټ: په دې خبر کې داى ايف پي،الجزيره او پژواک خبري ادارې له خبرونو استفاده شوې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button