مهم خبرونهنړۍ

ايران د دوو ښځو په ګډون 7 کسان تيزندي کړيدي

تهران( اى ايف پي)

په ايران کې دخالي په ورځ د دوو ښځو پشمول اووه کسان تيزندي کړى شويدي، ديوې يهودي کورنۍ يو غړى  په داسې حال کې دتيزندي کيدو دامکاني خطر سره مخ دى چې  اسلامي جمهوريه دمرګ په سزاګانو عمل درامد کې شدت راوستلى دى، دغه خبره يوې اين جي او کړې ده.

 په ناروى کې جوړې  دايران دبشري حقونو(ايي ايچ ار) په نوم ادارې په يو بيان کې ويلي دي چې د دوو بالغو ماشومانو 53 کلنې  مور پروين موسوي ته  دمنشياتو په اړه دمنشياتو په مختلفو مقدمو کې دسزايافته پينځوو کسانو ترڅنګ شمال لويديز دايران ارميا زندان کې دتيزندۍ سزا ورکړل شوې ده.

 دختيز ايران ښار نيشاپور کې فاطمه عبداللهي نومې 27 کلنه زنانه  دخاوند دوژلو په جرم تيزندي کړل شوې ده.

دايي ايچ ار وينا ده چې په ايران کې سږکال لږ ترلږه 223 کسان تيزندي کړل شوي ده چې پکې لږ ترلږه 50 کسان يوازې دمئ په مياشت کې تيزندي کړل شويدي.

په رپورټ کې ويل شويدي چې په اپريل کې  دنوي ايراني کال اختتام او دروژې دمياشتې له رخصتيو وروسته  نوى رجحان پيل شوى  او تراوسه دشپږو زنانه و په ګډون 115 کسان تيزندي کړل شويدي.

دريکارډ له مخې په ايران کې  دکوم بل هيواد په پرتله  زنانه ترټولو زياتې تيزندي   کيږي، دمرګ دسزا په ضد دفعاله کارمندانو وينا ده چې  کومې زنانه تيزندي کړل شوي په هغوي کې  دزياترو زنانه و په زوره ودونه شوي او يا  دکورني تشدد ښکار شويدي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button