مهم خبرونهنړۍ

پاکستان کې په راتلونکي کال کې دګرانۍ دکچې 15 فيصده ته دراکميدو امکان دى، نړيوال بانک

  اسلام اباد( وحدت نيوز)

 نړيوال بانک وايي  په پاکستان کې اينده مالي کال 2024-25م کې دګرانۍ دکچې 15 فيصده پاتې کيدو امکان دى او دمعاشي  ودې دکچې 2٫3 پاتې کيدو توقعو ده.

 دجيو نيوز ترمخه  دنړيوال بانک له لوري  دپاکستاني معيشت په اړه دجاري کړل شوي راپور له مخې په روان مالي کال کې به  ګراني خواوشا 26 فيصده پورې وي او اينده مالي کال دمعيشت دودې کچه 2٫3 فيصده پورې دپاتې کيدو امکان دى.

دنړيوال بانک له مخې سږکال  به دمعيشت دودې کچه 18 فيصده وي، په راتلونکي مال کالي کې به دکرکيلې او صنعت  دودې کچه 2٫2 فيصده وي  دکرنټ اکاونټ خسارې دمعيشت دخواوشا 0٫6 فيصده پاتې کيدو امکان دى.

 نړيوال بانک ويلي چې  اينده مالي کال کې مالياتي خساره دجي ډي پي 7٫4 فيصده کيداى شي او دروان مالي کال مالياتي خساره دجي ډي پي اته فيصده ته درسيدو امکان دى.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button