مهم خبرونهنړۍ

غزه کې داسرايلو په بريدونو کې شدت،90 فلسطينيان او دوه اسرايلي پوځيان وژل شويدي،الجزيره

غزه(الجزيره)

  اسرايلي پوځ  په غزه کې  پخپلو بريدونو کې چټکتيا راوستې ده چې پکې  دالجزيره خبري رسنۍ له مخې دتيرې ورځې راهسې لږ ترلږه 90 فلسطينيان وژل شوي، په لسګونو ژوبل شوي او دوه اسرايلي پوځيانو هم  پکې خپل ژوند دلاسه ورکړيدى.

د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې په جنوب کې د روانې جګړې  پر مهال يې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

پوځ وویل چې وژل شوي سرتیري دواړه د 20 کلونو په عمر وو او د ګیواټي   انفينټري بريګيډ څخه وو، چې د دوی په وینا په رفح کې یې “تر 80 ډیر ترهګر فعالان” وژلي وو.

بلخوا داجلزيره  ترمخه په غزه ښار داسرايلو په حملو کې نهه فلسطينيان وژل شويدي.

 دالجزيره عربي څانګې  دخبريالانو  له مخې په ختيز غزه ښار کې په دراج سيمه کې په يو کور شوې بمبارۍ کې شپږ کسان وژل شوي او يو شمير نور ژوبل شويدي.

همدغه شان هم په ياده سيمه کې  په يو سکول شوې بمبارۍ کې درې کسان وژل شوي  او يو شمير نور ژوبل شويدي.

بل اړخ ته دالجزيره وينا ده چې دنصيرت کډوالو په کيمپ  کې په يو کور داسرايلو  په حمله کې لږ ترلږه 17 کسان وژل شويدي او په لسګونو نور ژوبل شويدي.

همدغه شان  ويل شويدي چې  په ګڼ شمير کې کسان بې درکه او تر ملبې لاندې دي.

 اخوا دالجزيره په ځمکه دموجودو خبريالانو له مخې  دخالي په ورځ  دغزه په پټۍ کې  اسرايلي پوځيانو خپلو حملو کې شدت راوستى او لږ ترلږه 64 فلسطينيان يې وژلي دي.

 دالجزيره  درپورټ له مخې  په شمالي غزه کې  دکمال ادوان هسپتال سره نزدې داستوګنې په يوه په يوه بريد کې 28 کسان وژل شويدي.

همدغه شان د غزې په شمال کې د جبالیه د کډوالو په کمپ کې د یوه پناه ځای په دروازه کې د فلسطینیانو پر یوې ډلې   ګوله بارۍ کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د جبالیه د مهاجرینو د کمپ په لویدیځ کې د فلوجه په لویدیځ کې د اوبو لپاره په کتارونو کې  ولاړو د خلکو په یوه ډله د ارټيلري په بريد کې اته کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

همدغه شان  په مرکزي غزه کې دنصيرت کډوالو په کيمپ  په يو بريد کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شويدي.

 په جنوبي غزه کې په خان يونس ښار کې  په يو کور په يوه حمله کې څلور کسان وژل شويدي.

د خان یونس په ختیځ کې د اباسان الکبیره ښارګوټي په الفراحین سیمه کې په برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شويدي.

د غزې په جنوبي ښار رفح کې پر یوه کور د برید په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي

د رفح په شمال لویدیځ کې پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس وژل شوی دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button